Asset 1SWN

حوثیان: پر اسراییل مو ډرون او توغندیز بریدونه کړي

حوثیان برید اسراییل

یمن کې حوثي وسله‌والو ویلي چې اسراییل کې یې پر اهدافو نظامي عملیات ترسره کړي.

د حوثیانو ویاند یحیی سرېع نن (چهارشنبه، سنبله ۲۶) یوه بیانیه کې وویل، د اسراییل یافا سیمه کې یې پر یوه هدف د «فلسطین ۲» بالستیک توغندی توغولی او په رامون هوايي ډګر یې هم ډرون برید کړی.

بیانیه کې ویل شوي چې دواړه بریدونه په بریاليتوب سره ترسره شوي او هدف ته رسېدلي.

حوثیانو ټینګار کړی چې دغه بریدونه یې د غزې اوسېدونکو پر وړاندې د اسراییل د جنایتونو په ځواب کې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یحیی سرېع ټینګار کړی چې حوثیان به د جګړې تر درېدو او د غزې د محاصرې تر پایته رسېدو پورې د اسراییل پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

هغه د خپلو څرګندونو یوه برخه کې ویلي چې: «یمن یو ځل بیا اسلامي او عربي امت ته خپله بلنه تکراروي، څو د هغو وروڼو په وړاندې چې په غزه کې له نسل‌ وژنې، محاصرې، لوږې او بې‌کوره‌ کېدو سره مخ دي، خپل دیني، اخلاقي او انساني مسؤولیتونه ادا کړي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام