Asset 1SWN

سلام وطندار

حوثیان د اسراییلو پر وړاندې سمندري عملیات پیلوي

pr4n5o3c_houthi-rebels_625x300_26_January_24

د یمن حوثیانو اسراییلو ته څلور ورځې وخت ورکړی چې غزې ته له بشري مرستو بار ولاړو لاریو ته د تګ‌ اجازه ورکړي، ګنې دوی به د اسراییلو پروړاندې سمندري عملیات پیل کړي.

حوثیانو اسراییلو ته دغه څلور ورځنی ضرب‌الاجل پرون جمعه، مارچ اوومه، وروسته له هغې ورکړی چې غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جنورۍ شوی اوربند روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حوثي ډلې مشر عبدالمالک ال‌حوثي په یوه بیان کې ویلي: «ټولې نړۍ ته دا اعلان کوو چې موږ څلور ورځې مهلت ورکوو.»

هغه زیاته کړه: «دا وروستۍ نېټه د دې لپاره ده چې منځګړو ته اجازه ورکړل شي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. که د دې څلورو ورځو وروسته، اسراییلي دښمن غزې ته د مرستو د ننوتلو مخه ونیسي، د لارو بشپړ بندښت وساتي او غزې ته د خوړو او درملو د ننوتلو مخه ونیسي، موږ به د اسراییلي دښمن پروړاندې خپل سمندري عملیات بیا پیل کړو.»

حوثیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، پر غزې د اسراییلو برید وروسته سره سمندر او د عدن خلیج کې پر کښتیو له ۱۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حوثیان وايي، دغه بریدونه یې، د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او ملاتړ لپاره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام