حوثي وسلهوالو تېره شپه یو ځل بیا پر اسراییل دوه بالستیک توغندي توغولي.
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د توغندیز برید له امله په اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوي او پلازمینه تلابیب کې د بنګوریون هوايي ډګر الوتنې هم ځنډول شوي.
د حوثیانو له لوري د توغندیز برید زیانونو په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو اسراییلي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت په خبره ویلي چې د توغندیو شنډولو هڅه یې کړې او د زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
حوثي وسلهوال وخت ناوخته د غزې په ملاتړ پر اسراییل د بالستیک توغنديو او ډرون بریدونه کوي چې ځينې یې د اسراییل پوځ له لوري هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ شوي، خو یوشمېر یې په نښه شویو هدفونو لګېدلي چې زیانونه یې اړولي دي.