Asset 1SWN

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز برید کړی

missiletest

د یمن کې د حوثیانو ډله وايي چې د اسراییلو پر مرکزي سیمو یې، توغندیز بریدونه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سرېع په یوې بیانیه کې چې د یادې ډلې پورې د تړلي، المسیره ټلوېزیون له لوري خپره شوې، ویلي چې دوی دغه برید د ایران د پوځ سره په همغږۍ شوی دی.

د یحیی سرېع په وینا، په دې برید کې د «فلسطین‌۲هایپرسونیک بالستیک» ګڼ توغندي د اسراییلو پر مرکزي سیمو توغول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بیانیې له مخې، د یاد برید موخه د اسراییلو له لوري په اشغال شوې یافا سیمه کې د مهمو ځایونو په نښه کول و.

پر اسراییلو د بریدونو له کبله څلور کسان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي. همداراز د ایران د تېرو بریدونو پرمهال هم اسراییلو کې څلور کسان وژل شوي او څه باندې ۸۰ نور ټپیان وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام