Asset 1SWN

حوثیانو پر اسراییلو د ډرون برید کړی

missiletest

یمن کې د حوثي ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.

د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع ویلي چې د اسراییلو حیفا بندر یې، پر ډرون ویشتلی دی. د نوموړي په وینا، د اسراییلو دوه نورې سیمې یې هم وېشتلي دي.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر سوېلي سیمو شوی ډرون برید یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه عملیات په بني‌نتساریم سیمه کې د خطر زنګ له فعالېدو وروسته شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو «یدیعوت احرونوت» ورځ‌پاڼې  هم په اشکول سیمه کې د یاد ډرون برید له امله د خطر زنګ له فعالېدو خبر ورکړی و.

حوثیانو د وروستیو میاشتو پرمهال په پرله‌پسې توګه پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کړي او هغه کښتۍ چې د اسراییلو اړوند دي، په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام