د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې د هلمند په یوولس ولسوالیو کې به معیاري روغتونونه جوړ شي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو روغتون منظور شوی چې د مرکز لښکرګاه د روغتونونو په څېر به معیاري او مجهز وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې په دې روغتونونو کې به څلور ډوله روغتیایي خدمات وړاندې کېږي چې د ولسوالي د نفوسو اړتیاوو ته په کتو به تنظیم شوي وي.
سیداحمد سعید سلاموطندار ته وویل: «د عامې روغتیا وزارت لهخوا د دې روغتونونو د منظورۍ موخه د هلمند په کچه د خلکو روغتیایي ستونزو حل دی. د دغو روغتونونو په فعالېدو سره به د ولسوالي اوسېدونکي د درملنې لپاره اوږده سفرونو ته اړتیا ونهلري.»
بلخوا د یادو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي ۲۰۲۵ کال کي د دې پروژې هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې روغتیایي ستونزې به یې تر ډېره هوارې شي.
دوی همدا غوښتنه کوي چې د روغتونونو لپاره مسلکي ډاکټران او درمل په کافي اندازه برابر شي. د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا، که روغتونونه جوړ شي، خو که په مسلکي کارکوونکو او درملو سمبال نهوي، خلک به بیا هم روغتیايي خدماتو ته بشپړ لاسرسی ونهلري.
د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکي احمدشاه وویل: «نهرسراج ولسوالي کې خلک زیات بېوزله دي، که په دغه ولسوالي کې روغتون جوړېږي، دا به د خلکو لپاره لویه ګټه وي او خلک به هم د دې څخه خلاص شي چې اوس خپل ناروغان مرکز لښکرګاه بست روغتون ته راوړي.»
د مارجې اوسېدونکي اخترمحمد وایي: «دا به لویه ګټه کوي چې د روغتونونو لپاره مسلکي ډاکټران او درمل په کافي اندازه برابر شي. د دوی په وینا، که روغتونونه جوړ شي، خو په مسلکي کارکوونکو او درملو سمبال نهوي، نو ګټه به یې محدوده پاتې شي.»
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان همداراز زیاتوي چې د روغتیایي مرکزونو جوړول د ولایت د خلکو د اساسي اړتیاوو لپاره یو مهم ګام دی، خو د یاد ولایت په ډېری سیمو کې خلک لا لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.