Asset 1SWN

د تودوخې لوړه درجه؛ ۱۳۶ اندونیزیایان د حج ادا کولو پرمهال مړه شوي

hajj-pilgrimage-mecca-heat-02

د سعودي دولتي ټلوېزیون نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۹مه اعلان کړی چې مکه کې د تودوخې لوړې درجې د سږکال حج پرمهال حاجیان له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د یاد ټلوېزیون د اعلان له مخې، په مکه د مسجد الحرام سیوري کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن په خپور کړي راپور کې د اندونیزیا د یوه روغتیايي چارواکي له قوله ویلي، سږکال د حج مراسمو پرمهال د دغه هېواد ۱۳۶ حاجیان مړه شوې دي.

د یاد اژانس د راپور له مخې، د ایران ۱۱ وګړو هم د حج پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ نور د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې دي.

د ایران اېرنا دولتي خبري اژانس بیا نه‌دي ویلي چې دغه کسان د څه له امله مړه شوې دي.

په ورته مهال پرون دوشنبه، د اردن بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د دغه هېواد ۱۴ حاجیان د حج مراسمو پرمهال مړه شوې دي.

د سعودي عربستان روغتیا وزارت د بېړنۍ ادارې مشر جمیل ابوالنین رویټرز ته ویلي، د حج مراسمو پرمهال یې د مړینې غیرعادي پېښه نه‌ده، ثبت کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سعودي عربستان د احصایې ادارې د اټکل له مخې، سږکال د حج مراسمو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیونه مسلمانانو ګډون کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام