Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله: هېڅ‌کله به خپلې وسلې ونه‌سپاروو

a0e8bbd9-41d6-4c71-ae9a-ce29be1820ea_16x9_1200x676

په لبنان کې د حزب‌الله د سیاسي شورا مرستیال محمود قماطي اعلان کړی چې حزب‌الله به هېڅ‌کله خپلې وسلې ونه‌سپاري او په وینا یې، دا ځواک «د هېواد د واک نښه او د لبنان د حاکمیت سمبول» دی.

قماطي وویل، «اسراییل هره ورځ پر موږ بریدونه کوي او د امریکا او اروپا لخوا راوړل شوې ټول فشارونه هېڅ ګټه نه‌لري.»

هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې حزب‌الله د ملګري ملتونو د پرېکړه‌لیک۱۷۰۱ مادې له مخې پاتې شوی، حال دا چې اسراییلو دغه تړون ته ژمن نه‌دی پاتې شوی او لا یې هم له خپلو کړنو لاس نه‌دی اخیستی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د اوربند هوکړه‌لیک د روان کال د نومبر پر ۲۷مه د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب لاسلیک شوی دی.

د یادې هوکړې له مخې حزب‌الله باید د لیطاني سیند سوېل څخه شاتګ کړی وای او امنیتي مسوولیتونه یې هم باید د لبنان امنیتي ځواکونو ته سپارلي وای.

خو دغه ډله وايي چې دوی دې هوکړه‌لیک ته ژمن پاتې شوي او اسراییل بیا لاهم د لبنان سوېل او ختیځ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام