د حزبالله مشر نعیم قاسم د لبنان پر حکومت غږ کړی چې په هېواد کې د اسراییلو د ورځنیو بریدونو د پای ته رسولو لپاره لاډېر کار وکړي.
نوموړي په یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې حزبالله د اوربند تړون ته ژمن پاتې شوی، خو په وینا یې، اسراییلو مات کړی او بریدونه یې، روان ساتلي دي.
د حزبالله مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسراییلو پوځ وايي، یوازې روانه میاشت یې، لبنان کې ۵۰ بریدونه کړي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې، د حزبالله له لوري دوی ته د شته ګواښونو لهمنځه وړو لپاره کړي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن سهشنبه، اپرېل ۲۹مه راپور ورکړی چې د روانې اوونۍ یکشنبې پر ورځ اسراییلو له حزبالله سره تر اوربند وروسته د درېیم ځل لپاره د بیروت سوېلي سیمې باندې بمباري وکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حزبالله په ۲۰۲۳کال کې پر اسراییلو د حماس له برید یوه ورځ وروسته، د توغندیو او ډرون بریدونه وکړل.
د اسراییلو او حزبالله ترمنځ دې جګړې وروسته له هغې زور واخیست چې اسراییلو لبنان کې د یادې ډلې لهمنځه وړو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.
په دې جګړه کې د حزبالله ډلې د مخکیني مشر حسن نصرالله ترڅنګ ګڼشمېر کسان ووژل شول چې ډېری یې، ملکیان دي.