د لبنان حزبالله ډله وايي چې د اسراییلو پر سرتېرو او پوځي ځایونو یې تازه بریدونه کړي دي. د دې ډلې په وینا، د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د لبنان د سرحدي ښار عیتارون ته څېرمه د اسراییلو په شمال کې د المالکیه پوځي ځای د راکټونو په وسیله په نښه کړی دی.
حزب الله همدارنګه ادعا کړې چې د جبلالباط په سیمه کې چې عیتارون ته نږدې ده، د اسراییلو پر یوه «نوي جوړ شوي پوځي مرکز» هم راکټي برید شوی دی.
د دې ډلې په بیان کې ویل شوي چې جنګیالیو یې د العباد سیمې ته نږدې د لبنان سوېل کې پر اسراییلي سرتېرو او د توپخانې پر یوه ځای هم بریدونه کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سربېره پر دې، حزبالله ویلي چې د تلالحمامس په نوم د اسراییلو یو پوځي ځای چې د خیام ښار سوېل ته موقعیت لري، د راکټونو په وسیله هدف ګرځول شوی دی.
تر اوسه د دې بریدونو په اړه د اسراییلو له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه هم کوم تایید شوي معلومات نه دي ورکړل شوي.