Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله پر اسراییلو د توغندیو او ډرون ۲۰۰ بریدونه کړي

5b6c4934077ec99377454db4c4093cf3_L

 د لبنان حز‌ب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو یې د توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو نږدې ۲۰۰ ګوزارونه کړې دي. حزب‌الله یاد بریدونه د خپل یوه جګ‌پوړي قومندان د وژل‌کېدو په ځواب کې کړې دي.

د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د حزب‌الله ډلې په بریدونو کې د دوی یو افسر وژل شوی دی. د اسراییلو پوځ په وینا، په ځوابي بریدونو کې یې د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله یوشمېر پوځي تاسیسات’ او نور هدفونه په نښه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حزب‌الله یو قومندان محمدنعمه ناصر د سوېلي لبنان صور ښارګوټي ته نږدې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی و. ناصر د حزب‌الله له لوړپوړو قومندانانو بلل کېږي چې په دې جګړه کې وژل شوی دی.

اسراییلي چارواکي ادعا کوي چې ناصر د عزیز نومي مرکز مشري کوله، چې د لبنان له سویل لوېدیځو سیمو یې پر اسراییلو راکټي بریدونه کول او پر نوموړي یې د ګڼ‌شمېر ترهګریزو بریدونو لارښوونې تور پورې کړي دي.

د راپورونو له مخې، تراوسه  لبنان کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې حزب‌الله ډلې غړي دي او اسراییل کې بیا د ۲۵ کسانو وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حزب‌الله وايي، د فلسطینۍ ډلې ملاتړ کوي چې هغوی هم د ایران له ملاتړه برخمن دي. اسراییل، بریتانیا او یوشمېر نور هېوادونه بیا دا دواړه ډلې د ترهګرو سازمانونو په توګه پېژني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام