د اسراییلو پوځ وايي چې له لبنان څخه د حزبالله ډلې شاوخوا ۳۴۰ توغندي توغولي چې پرمهال یوولس کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه یې، هم اړولې دي.
د اسراییلو د پوځ راډیو د معلوماتو له مخې، ډېری توغندي په تلابیب ښار کې لګېدلي چې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلو هم لبنان کې د پراخو بریدونو نوې څپه پیل کړې چې د یاد هېواد د پوهنې وزارت د بریدونو وېرې له امله تر جنورۍ ټول ښوونځي رخصت کړي دي.
همداراز بیروت کې هم درنې بمبارۍ شوي چې د چارواکو په وینا، ګڼې ویجاړۍ یې، رامنځته کړي دي.
لبنان کې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۳۷۵۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵زره نور کسان ټپیان شوي دي.
له دې سربېره زرګونه کورنۍ د بریدونو د وېرې له امله خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نورو سیمو ته کوچېدلې دي.
په ورته مهال له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو لبنان کې جګړه پیل کړې، لسګونه سرتېري یې، وژل شوي او ټپیان شوي دي.