Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب الله د اسراییل د لومړي وزیر پر کور د ډرون برید کړی

8051878_784

د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی سېنوار له وژل کېدو وروسته، منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونه لاهم دوام لري او د خپرو شویو راپورونو له‌مخې، د دغو بریدونو د وروستي هغه برید پرمهال غزه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ورته وخت کې د امریکا ولسشمر جوبایډن ویلي، لبنان کې د اوربند د ټینګښت لپاره فرصت شتون لري؛ خو په وینا یې، غزه کې وضعیت کړکیچن دی.

بل‌خوا د لبنان حزب‌الله ډله وايي، د غزې د خلکو په ملاتړ او د لبنان د خلکو د دفاع په خاطر یې، د اسراییل پر لور څو توغندي توغولي او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو کور یې وېشتلی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر د ویاند دفتر هم یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډرون له لبنان څخه پورته شوې او په مستقیمه توګه یې، د تل‌ابیب په شمال قیصریه سیمه کې د بنیامین‌ نتن‌یاهو کور په نښه کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی. د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان وایي، د نړۍ ستر ځواکمن هېوادونه سیمه کې د کړکېچ په زیاتېدو کې لاس لري.

د چارو یوشمېر نور کارپوهان هم وایي، دامهال د ایران، روسیې او امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ بېلابېل ستر ځواکمن هېوادونه د منځني ختیځ جګړه کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ښکېل شوي؛ خو په وینا یې، د مخامخ کېدو پلوي نه‌دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام