Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې حز‌ب‌الله پر اسراییلي سرتېرو برید کړی

پر اسراییلي ځواکونو برید

د لبنان حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې د اسراییلو د پوځ یوشمېر سرتېري او پوځي وسایط د لبنان سوېل د اودیسه کلي په شاوخوا کې د توغندیو په برید کې په نښه کړي دي.

د حزب‌الله په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه برید نن سهار شوی او په‌کې د اسراییلي پوځ پر یوې ډلې سرتېرو او څو پوځي موټرو راکېټونه توغول شوي دي.

د یادې ډلې په وینا، دا برید د اسراییلو له لوري پر لبنان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د اسراییلو پوځ د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی او د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه هم خپلواکې سرچینې معلومات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو بل د بریدونو مسوول بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام