د هرات امنیې قومنداني د ترافیک مدیریت د ښار په ځینو سیمو کې د رېکشاوو د تګراتګ د ازادېدو په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې دا محدودیت لاهم پر ځای دی.
د هرات د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وویل، هغو سیمو کې چې مخکې د رېکشاوو پر تګراتګ بندیز لګېدلی وو، لاهم پر ځای دی او له سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه کومه نوې پرېکړه یا بدلون نه دی راغلی او د رېکشاوو د ازادېدو په اړه اوازې هېڅ حقیقت نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترافیکو مدیریت مسوولان وایي چې د دې محدودیتونو موخه د ترافیکي ګڼېګوڼې کمول دي.
د هرات محلي چارواکو په وینا، په اوس وخت کې شاوخوا دوه زره تاکسي، پلانکوچ او ملي بس د ښار دننه د مسافرو وړو خدمت کوي.
همدارنګه ویل شوي چې په هرات کې اوس له سل زره څخه زیات رېکشاوو تګراتګ کوي، په داسې حال کې چې د هرات ښار ظرفیت یوازې د پنځو زرو رېکشاوود د منلو وړ دی.