د هرات د تسبیح جوړولو د یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي چې هره میاشت تر زرو پورې دودیزې او لاسجوړې تسبیح، روسیې او عربي هېوادونو ته صادروي.
د یادې کوچنۍ کارخونې مسوول واحد عرب وايي، د هرات تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي مینیاتوري کارۍ، دودیز ډیزاین او د غوره خامو موادو د کارونې له امله په بهرنیو بازارونو کې ښه غوښتنه لري.
د نوموړي په وینا، که څه هم له بېلابېلو هېوادونو د تسبیح د پېرلو غوښتنې زیاتې شوې، خو د کارخونو اوسنی تولیدي ظرفیت یوازې زرو ته رسېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي وايي، په دې ولایت کې د لاسي صنایعو صنعت، په ځانګړي ډول د ښیښې جوړولو او تسبیحسازۍ برخه، د پام وړ وده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د هرات د لاس جوړو تسبیح صادرات د افغانستان د فرهنګ او هنر د پېژندنې لپاره مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې په دې تسبیحسازۍ کوچنۍ کارخونه کې ۱۱ کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.