د هلمند د ټرانسپورټ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې تر ۹۰سلنه موټر د افغانستان د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو خلاف چلول کېږي.
دوی دغه ولایت کې موټرچلونکو ته سپارښتنه کړې چې د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې خپل موټر د افغانستان چپ لاسته واړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د ترانسپورت رییس سیدحکمتالله وویل، که موټرچلونکي دغه سپارښتنه تطبیق نهکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه وویل: «موږ ټولو موټرچلوونکو ته خبر ورکوو چې د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کي خپل موټران معیاري کړي، د نیټې د پورهکېدو سره کیدای شي چې د سرغړونکو فعالیت ودرول شي، کارت او کتابچه به ورته نیسي، جيپيایس کوي به يې، د افغانستان لاس موټر به پیدا کوي.»
د هلمند د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، که موټرچلونکي د ټرافیکي قوانینو په مطابق خپل موټر برابر کړي، دغه ولایت کې به ټرافیکي پیښو کې ۹۰ سلنه کموالی راشي.
د هلمند د ټرافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وویل: «که چېرې هلمند نقلیه وسایط پر ټرافیکي قوانینو برابر شي، پدې سره به موټران د افغانستان لاس شي، په دې سره به د زیاتو ټرافیکي پیښو مخه ونیول شي، کابو ۹۰ سلنه ټرافیکي پېښې به راټیټي شي.»
خو هلمند کې یوشمېر موټرچلونکي وايي، د افغانستان چپ لاسته ته د موټرو د اشترینګ اړولو لګښت زیات دی او دوی یې وس نهلري.
دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې د سړکونو خرابوالی، د تیلو لوړ قمیت او ټیټ کیفیت هغه څه چې وسایط یې زیات عوارض کوي او په ډیرې سختۍ د خپلو کورنیو اړتیاوو ته رسیدنه کوي.
موټرچلوونکي محمداصف وویل: «موټرچلوونکي خپل د ماښام ډوډۍ نشي پیدا کولای، نو د دې توان خو بیخي نلري چې د موټرانو اشترینګ له راسته چپه لاسته واړوي، دا کیدای شي، په سل کې لس سلنه وکولای شي، پاته نور خو سوال نشي کولی.»
د هلمند په څېر د هېواد نورو ولایتونو کې هم زیات شمېر ښي لاسه موټر فعالیت لري چې د مسوولانو په وینا، د نورو لاملونو ترڅنګ، د ښي لاسه موټرو فعالیت د ټرافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو مهم دلیل بلل کېږي.