اوچا پر اېکسپاڼه لیکلي چې درنې واورې کونړ کې د زلزلهځپلو خیمې ویجاړې کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لاسرسی هم محدود کړی.
دغه بنسټ کونړ کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو په رسولو ټينګار کړی.
ورته وخت کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، له ګاونډیو هیوادونو زرګونه راستانه شوي او د زلزلې له امله زيانمنې شوې کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
دغه پروګرام تېره ورځ وویل، هرڅه ژر باید د دغو خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.