Asset 1SWN

روغتیاپالان: د ښځو له‌خوا د خوږو ډېر کارول د ناروغیو لامل کیږي

Doctors-Excessive-consumption-of-sweets-causes-various-diseases-among-women-rkn1i079oa8c3e3g4nb0apw9suqaj9gn314ahyjkaw

کندز کې یو شمېر روغتیاپالان وایي، د ښځو له‌خوا د خوږو ډېر استعمال د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

دغه ډاکټران ټینګار کوي چې د خوږو توکو ډېر مصرف د ښځو په منځ کې د هورموني توازن د ګډوډېدو، د نارینه هورمونونو د زیاتېدو او د ښځو میاشتني عادت کې د اختلال لامل کېږي.

کندوز کې د نسایي ولادي برخې متخصصو ډاکټرانو ذکیې میاخیل او امنې موسی‌زۍ سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، ښځې باید د قند او خوږو توکو په کارولو کې احتیاط وکړي، څو له بېلابېلو ناروغیو سره مخ نه‌شي.

دوی وایي: «ښځې باید په ورځ کې له ۲۵ ګرامه زیات قند چې د شپږو چای‌ کاشوغو معادل دی، ونه‌کاروي. دا اندازه هغه قند هم رانغاړي چې په مربا، کېک، کلچو، شیریني‌باب او نوشابو کې موجود وي. په بدن کې د قند زیاتوالی د چاغښت، شکرې، هورموني ګډوډیو او د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.»

«د قند ډېر استعمال کولی شي د انسولین کچه لوړه کړي او ورسره د استروجن او پروجېسترون په څېر هورمونونو توازن ګډوډ کړي. د امېندوارۍ پر مهال، دا چاره د امېندوارۍ شکرې خطر هم زیاتوي. همدارنګه، د قند له ډېرو خوړو ډک رژیم کېدای شي په بدن کې التهاب زیات کړي او د رحم فعالیت اغېزمن کړي.»

اخوا، د ماشوم او مور د روغتیا روغتون سرطبیبې دبیا انوري هم خبرداری ورکوي چې د خوږو توکو ډېر استعمال او د سالمې تغذیې نه‌مراعات کولی شي د ښځو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کړي او د ګڼو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل شي.

مېرمن انوري زیاتوي: «د خوږو د ډېر استعمال مخنیوی باید په تدریجي ډول وشي، پر ځای د دې چې ناڅاپي پرېښودل شي، غوره ده چې ورو ورو یې اندازه کمه شي، څو بدن ورسره عیار شي. سالم بدیلونه لکه تازه یا وچه مېوه بې له قنده، خرما، شات، هګۍ، مغزي مواد، سبزيجات او د اوبو څښل کولی شي ښه بدیلونه وي.»

دیني عالمان هم د شرعي پلوه د خوږو ډېر استعمال ناسم او ناروا بولي، ځکه چې دا د انسان بدن ته زیان رسوي.

هغوی ټینګار کوي چې ښځې باید د خپل صحت او د بدن د توازن په اړه پوهاوی ولري.

کندز کې دیني عالم استاد نصرت‌الله صاحبي وایي:

«شریعت کې یو اصل شته چې له مخې یې نه باید نورو ته زیان ورسېږي او نه هم خپل ځان ته. خدای تعالی په قرآن کې په ښکاره وایي چې انسان باید خپل جسم او روح ته زیان ونه رسوي. دا فکر چې “رحم زما دی، ژوند زما دی” د منلو وړ نه دی او د روغتیا په اړه بې‌پروايي ګناه ګڼل کېږي.»

خو له دې سره سره، کندز کې ځینې ښځې وایي چې د خوږو د ډېر استعمال له پایلو څخه د نه‌پوهاوي له امله، په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي.

د کندز اوسېدونکې ۱۹ کلنه بهاره او ۳۸ کلنه مرضیه ټینګار کوي چې د شخصي علاقې له امله د نورو خوړو په پرتله خواږه ډېر کارول او له پایلو یې بې‌خبره وې.

«ما د بورې، چاکلېټو او هر ډول خوږو له خوړلو خوند اخېست. خو اوس د همدې ډېرې علاقې له امله له روغتیايي ستونزو لکه شکر، د غاښونو درد او چاغښت سره مخ شوې یم. سره له دې چې لا هم ځوانه یم، تل ناروغه یم او د ډاکټر تر درملنې لاندې یم. نجونو او میندو ته سپارښتنه کوم چې ډېر خواږه ونه خوري او خپلو ماشومانو ته هم اجازه ورنه کړي چې له بورې او خوږو شیانو بې‌حده استفاده وکړي، څو زما په څېر له دې برخلیک سره مخ نه شي.»

«ما د امېندوارۍ پرمهال او تر هغې مخکې له خوږو سره ډېره علاقه لرله، بوره، کلچې، جلبۍ، نوشابې او نور هر ډول خوږ شیان مې ډېر کارول. خو اوس هم د رحم درد لرم، هم له شنډوالي سره مخ یم او ان لور مې هم د غاښونو ستونزې لري. له ټولو ښځو غواړم چې که څه هم علاقه لري، خو د خوږو توکو په کارولو کې اعتدال وساتي، څو زما په څېر زیانمنې نه شي.»

د یادونې ده چې د خوږو ډېر استعمال نه یوازې د ښځو روغتیا ګواښي، بلکې هغوی له خطرناکو ناروغیو سره هم مخ کولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام