Asset 1SWN

هربجن سېنګ: ګېرې کرېسټن دې پاکستان ټیم سره وخت نه‌ضایع کوي

1717408351_bhajji

د شل اووره نړیوال جام کې د پاکستان له مایوسونکو لوبو وروسته، د هند پخواني ورو توپ‌اچوونکي هربجن سېنګ د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له مشر روزونکي ګېرې کرېسټن څخه غوښتنه کړې چې دې لوبډلې سره دې خپل وخت نه ضایع کوي.

هربجن سېنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ګېرې خپل وخت هلته مه ضایع کوئ، بېرته د هندوستان لوبډلې ته د روزونکي په توګه راشئ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کرېسټن د اپریل میاشت کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

نوموړی د انګلستان په سفر او همدارنګه د ۲۰۲۴کال شل اووره نړیوال جام کې د ټیم برخه و چې پاکستان د دې جام ګروپ پړاو سیالیو کې له جام بهر شو.

ګېرې کرېسټن په ۲۰۱۱کال کې له هند کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ګېرې کرېسټن چې د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی او نړیوال جام کې د پاکستان تر خرابو لوبو وروسته له لوبډلې سربېره پر نوموړي هم نیوکې ډېرې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام