له ۲۵ ښځو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې ښځې د سړک پر سره او ټولیزو ځایونو کې د نارینهوو له فزیکي او ژبني ځور سره مخامخ شوې دي. د دغو ښځو له ډلې ۱۴ هغو یې ویلي، نارینهوو له کوره دباندې هغوی ته سپکې سپورې کړي او ۱۱ نورو یې بیا ویلي چې د نارینهوو له لګېدو او چلن سره مخامخ شوې دي.
د دوی په وینا، تر ډېره د تنکیو ځوانانو او زلمیانو له لوري ځورول شوي او دغه کار په ټولنه کې د هغوی پر حضور او مېلهځایونو ته پر تګ منفي اغېز کړی دی. یوشمېر ښځې وايي، کله چې له کوره دباندې وځي، پوره حجاب کوي، خو بیا هم د نارینهوو له لوري ځورول کېږي. د کابل ښار اوسېدونکې نسترن او حلیمه وايي:
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«که حجاب هم وکړو، مناسبې جامې واغوندو، بیا هم له اروايي، ژبني او د ځان لګول کېدو له ځور سره ځورول کېږو. نارینه په بازارونو کې هڅه کوي چې په یو ډول ښځو ته ورنږدې شي یا ناسمې خبرې ورته وکړي.»
«حجاب هم کوو، اوږده کمېسونه هم اغوندو، ټیکری مو له ځانه را تاووو، د دې لپاره چې څوک څه ونه وايي، خو که په دغه وضعیت کې بیا هم یو ځوک موږ وځوروي، فکر وکړئ چې څه احساس به کوو.»
ډېری ښځو چې مرکې ورسره شوي، د نارینهوو بېسوادي د دوی د ځورول کېدو یو لامل بولي. د ۲۵ ښځو له ډلې ۱۴ هغو ویلي چې دباندې تر ډېره د بېسواده کسانو له لوري ځورول کېږي، خو ۱۱ نورو بیا ویلي چې د خلکو سواد د هغوی پر ښاري اخلاقو اغېز نهدی کړی او دوی د باسواده او بېسواده کسانو له لوري ځورول شوې دي.
فوزیه چې په ټولنه کې له جنسي ځور سره مخامخ شوې، وايي: «باسواده کسان نه غواړي چې د نورو په ځورولو سره پر خپل شخصیت تور داغ ولګوي او د ښځو ځورول کېدل تر ډېره د سړک پر سر د ټولنې د ټیټې کچې کسانو لهخوا کېږي.»
خو سمیه چې په ټولنه کې له جنسي ځور سره مخامخ شوې، بیا وايي: «زه فکر کوم چې له سواد سره تړاو نهلري؛ باسواده کسان هم داسې څه راته وايي چې هېڅ ورسره نه ښايي.»
دغه ښځې وايي، کله یې چې په ټولنه کې ځور لیدلی، له اروايي ستونزو سره مخامخ شوې دي. کریمه چې د سړک پر سر له ځورول کېدو وروسته پر اروايي ناروغي اخته شوې، وايي: «یو سهار دندې ته روانه وم، په کوڅه کې څوک نه و چې شاوخوا یو ۲۰ ذکلن ځوان د کوڅې په پای کې ولاړ و، لکه چا ته چې په تمه وي؛ کله یې چې زه ولیدم، ورو ورو زما خوا ته را روان شو او په نیمه کې لاره کې یې را منډه کړه. ناڅاپه یې لاس زما وجود ته را وړاندې کړ، ډېره وېرېدلې وم، لاس او پښې مې لړزېدې. له دې وروسته به بیا ګوښې کېناستم، ډېر اروايي اغېز یې راباندې کړی و.»
د ۲۵ ښځو له ډلې چې مرکې ورسره شوي، ۱۴ هغو یې ویلي، له هغه وروسته چې په ټولنه کې له ځور سره مخامخ شوي، ټولیزو ځایونو ته له تګ څخه وېرېږي او په ارام فکر سره له کوره نهشي وتلی.
د کابل اوسېدونکې هدیه وايي: «زه چې کومه بده تجربه لرم، د لیسه مریم بازار کې وه. نارینه تر ډېره هڅه کوي چې په ټولیزو ځایونو کې په ښځو ولګېږي.»
د کابل یوه بله اوسېدونکې شمایل هم وايي: «د ځورېدو له وېره ډېره کمه له کوره وځم؛ ځکه کومې ناسمې خبرې چې خلک کوي، زموږ پر روح او روان باندې ډېر بد اغېز پرېباسي.»
د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي بیا وايي چې د سواد کچې ټیټوالی، د عامه پوهاوي نه لرل، د ښاري ژوند فرهنګ ته نه پام په عامه او خصوصي ځایونو کې د ښځو د ځورول کېدو اصلي لاملونه دي.
د ټولنیزو چارو شنونکی احمدراشد صدیقي بیا پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره لازم ګامونه اوچت کړي. هغه زیاتوي: «دولت یا نظام باید ځورونه جرم وګڼي او د سړک د سر ځورونې لپاره ځانګړی قانون جوړ کړي. ملا امامان باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. ښوونکي هم مسوولیت لري چې د دغه کار پر منفي اړخونو وغږېږي. کله چې په ټولنه کې ځورونه پای ومومي، په دې مانا چې تربیه، فرهنګ او ښې متقابلې اړیکې وده کوي او موږ کولای شوو له ستونزو لرې ټولنه ولرو.»
د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سلاموطندار ته د لیکلي پیغام په لېږلو سره ویلي چې تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ ډول رسمي شکایت نهدی ترلاسه کړی.
د سړک پر سر د نارینهوو له لوري د ښځو ځورول کېدل هغه ستونزه ده چې له کوره دباندې یې د ښځو لپاره چاپېریال تنګ کړی او په ټولنه کې یې د هغوی پر حضور منفي اغېز کړی دی.