Asset 1SWN

سلام وطندار

حقاني امنیتي ځواکونو ته: ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتئ

سراج‌الدین حقاني (3)

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیتي ځواکونه دې د مشرانو د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره دې غوره تعامل او متقابل احترام وساتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (چهارشنبه، جدي ۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې هغه د تازه فارغ شویو ٨٩١ افسرانو فراغت غونډې ته ویلي، تراوسه یې نه دې اورېدلي چې د اسلامي امارت د مشر فرامینو پلي کېدو کې دې سستي راغلي وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه دې د لارښوونو تطبیق ته پوره پاملرنه وکړي.

ښاغلي حقاني وویل، مشرتابه دې ته متوجه دی چې د رامنځته کېدونکو ستونزو لپاره معقول حل او تګلاره رامنځته کړي، څو له نړۍ سره په غلط فهمي کې واقع نه‌شي.

د کورنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، اوسنی افغانستان د دوحې هوکړې ته ژمن دی او هېچاته ګواښ نه‌پېښېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، نن ورځ د پخوا برعکس خلک له امنیتي ځواکونو د وېرې او تېښتې پرځای هرکلي ته ورځي.

د نوموړي په وینا، پخوا هېواد کې افغانانو ته له وسلې پرته ژوند کول ستونزمن وو، خو اوس مشران او ملګري له وسلې پرته وطن کې ګرځي.

سراج‌الدین حقاني همدارنګه وویل، که چېرې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو کې کمزوري موجوده وی، نو نن به د داسې امنیت لیدونکي نه وو.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړه: «زموږ او تاسو امنیت او کړه وړه به هلته اغېزه ولري چې موږ په پوره مانا د الله ج او رسول الله ص اوامر پرځای کړو او غرور ونه‌کړو.»

هغه تازه فارغه شویو سرتېرو ته ډاډ ورکړ چې اړوند مسلکي برخو کې به پر دندو وګمارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام