د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني تېره ورځ په کابل کې، په ریاضي کې بېساري استعداد لرونکي افغان ماشوم سمیعالله سره لیدلي او هغه یې ستایلی دی.
ښاغلي حقاني دغه ماشوم سره د تعلیم لپاره د مالي مرستې، د راتلونکو زدهکړو ملاتړ او په خپل هیواد افغانستان کې د عزتمنده ژوند کولو ژمنه هم کړې.
د دې ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هڅونې په موخه هغه سره نغدي مرسته کړې او یو لیپ ټاپ هم ورته ډالۍ کړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغان ماشوم سمیع الله چې د لوګر اوسېدونکی دی، دامهال خیبر پښتونخوا کې د کډوالو په یو کمپ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
د هغه د استعداد ویډیوګانې چې پکې هغه د پیچلو حسابونو ځوابونه یوازې په ذهن کې په چټکۍ سره ورکوي، په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپرې شوي او د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.