Asset 1SWN

سلام وطندار

د حقاني او ډيکارلو لیدنه؛ پر دوامداره تعامل ټینګار شوی

G_ezqR_bsAA1v9Q

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمیري دي‌کارلو په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه دلوې ۵ / جنوري ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پرمختګ، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي سکټور پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوي.

د کورنيو چارو وزير زیاته کړه چې د مخدره موادو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي چې له امله یې مثبتې پایلې لرلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه دغه لیدنه کې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوي او څرګنده شوه چې متقابل درناوی او واقعي همکاري کولی شي د باور فضا لا پیاوړې کړي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو پلاوي د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او د دوامدار تعامل پر ساتلو یې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې زياته کړه چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېيمې پروسې له مخې به د يادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب کابل کې ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام