Asset 1SWN

غزني کې د لاسي‌توکو پلورونکي: د پلور کچه مو ۵۰سلنه کمه شوې

دست‌فروش در غزنی

غزني ښار کې د سړک پر غاړو د لاسي توکو یوشمېر پلورونکي وايي، کاروبار یې کمرنګه شوی او نه‌شي کولای، د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

د دوی په وینا، د پخوا په پرتله يې عوايدو کې پنځوس سلنه کموالى راغلى. ۵۰کلن امام‌الدین چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپر غاړه ده، وايي، د کار بازار کمرنګه‌ کېدو له امله په دې ورځو کې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه نه‌شي برابرولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امام‌الدین وویل: «د پخوا په پرتله مو خرڅلاو ۵۰سلنه کم شوی. لګښت زیات دی، د کور اړتیاوې نه‌شو برابرولی، کور کې اته کسان یوو، هر چېرته چې خلک په اوبو کې ډوب او مړه شول، د وزګارتیا له امله دي.»

غزني ښار کې د لاسي توکو یوه بل پلورونکی محمدحسین هم وویل چې د کار بازار خرابوالي له امله د خپلې کورنۍ د ورځنيو خوراکي توکو اړتياوې هم نه‌‌شي برابرولی. «خرڅلاو کم دی، د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې دي او خرڅلاو نشته. والله له ډېرو ستونزو سره مخ یم، کار نشته. که سودا راڅخه وغواړي، ورته یې نشم برابرولی، ځکه خرڅلاو نشته.»

د لاسي توکو یو بل پلورونکی محمدرضا بیا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د تولیدي کارخانو په جوړولو سره دې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د دایمي کار زمینه برابره کړي. «هره ورځ چې توکي راوړم، ځینې خرڅېږي او ځینې یې پاتې کېږي، هغه د یوې ورځې مزدوي پاتې کېږي. مقصد چلېږو. د خلکو اقتصاد ښه نه‌دی، د پېرلو توان نه‌لري.»

بل‌خوا د غزني ښاروالي ویاند عبدالولي جلال‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د ښار د نظم او خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته‌کولو په موخه د ښار بېلابېلو سیمو کې د سړک غاړو پلورونکو لپاره منظم ځایونه ځانګړي شوي او په پام کې ده چې روان کال کې نورې غرفې هم ورته جورې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وویل: «د ښاروال صیب د هدایت سره‌سم، تولو کراچی‌وانانو او لاسي پلورونکو ته د جوی‌‌چې پر سر باندې، موقت ځایونه ورکړو چې موقت لپاره دي، اوسېږي. د ښاروالي چې وسه شوې، هغه سهولتونه موږ ټول برابر کړي. اوس هم فعلا د جوی‌چو پر سر باندې اکثریتو ته توزېع کړې. د ښار پر مختلفو ناحیو کې د اولې ناحیې، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو کې د سږکال لپاره، موږ پلان لرو چې په اساسي ډول باندې غرفې جوړې کړو.»

په دې وروستیو کلونو کې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د توکو د پېر کچې کمېدو، هېواد کې ګڼې اقتصادي چارې او هغه کسان له ستونزو سره مخ کړي چې ژوند یې په ورځني عاید پورې تړلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام