د امربالمعرف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي لوګر کې یوې غونډې ته ویلي چې امربالمعروف قانون یو بشپړ قانون دی او په ټولنه کې یې عملي کول، د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د نوموړي په وینا، د یاد قانون جوړېدو کې یې امربالمعرف وزارت، عدليې وزارت، علماوو شورا او د هیواد د ۳۴ ولایتونو مشهورو علماوو نظرونه اخېستل شوي او له هغې وروسته رامنځته شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې ا.ا د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ښځو ته په اسلام کې ورکړل شوي ټول حقونه ورکړي.
د نوموړي په وینا، که څوک له دې حقونو سرغړونه وکړي، د شکایت لپاره د ا.ا د امربالمعرف او نهې عنالمنکر وزارت د ټولو اړونده ادارو دروازې یې، پرمخ پرانېستې دي.
د هغه په ټکو چې سرپرست حکومت به د ولس ټولو شرعي غوښتنو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او ولس ته هم لازمه ده چې نظام څخه په کلکه ملاتړ اعلان وکړي.
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور ولایتونو ته د سرپرست وزیرانو سفرونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د امربالمعروف ریاست په مرکز او ولسوالیو کې اغېزمن فعالیتونه کړي دي.
هېره دې نهوي چې له دې وړاندې د امربالمعرف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د لوګر ګاونډ، میدانوردګ، غزني او پکتیا ولایتونو ته هم ورته سفرونه کړي دي.