Asset 1SWN

حنفي: افغانستان مسلکي او متخصصو ډاکټروانو ته اړتیا لري

عبدالسلام-حنفی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن دوشنبه مخکې له غرمې د صحي علومو انسټیټوټونو د اتحادیې مسوولانو سره لیدلي.

دغه لیدنه کې د روغتیایي انسټیټوټونو د فعالیتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه خبرې شوي او عبدالسلام حنفي د هیواد د  روغتیایي لرخې د کیفیت لوړولو کې د صحي علومو د انسټیټوټونو فعالیت مهم بللی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عبدالسلام حنفي ویلي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او غیردولتي تحصیلي بنسټونو  مسئولیتونه دي چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

یاده کتنه کې د صحي علومو د انسټیټوټونو اتحادیې مسوولانو هم د روغتیایي کادرونو د روزنې او ځينو نورو برخو کې د ستونزو حل لپاره د مسوولانو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام