د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بمبار او بریدونو کې تر دامهاله ۵۲ ملکیان شهیدان شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
نن شنبه د دلوې ۹ / فبروري ۲۸ یوه غږیز کلپ کې وویل، د پاکستان بریدونو کې ۶۶ ملکیان ټپي شوي هم دي.
ښاغلي فطرت ویلي، د تېرې یکشنبې شپې راهیسې پاکستان پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د خلکو کورونه، عامه ځایونه او د راستنېدونکو کمپونه په نښه کړي چې ملکي وګړو ته یې د مرګژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زیانونه هم اړولي.
د ده په وینا، دغو بریدونو کې ۸ کورونه په بشپړ ډول او ۱۴ نور په نیمه ډول وران شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري، د سیمې هېوادونو، اروپايي ټولنې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له دواړو لورو غوښتي چې زغم وښيي، جګړه پایته ورسوي او د خبرو لاره غوره کړي.
که څه هم اسلامي امارت ویلي چې د خبرو له لارې د اختلافونو حل ته ژمن دی، خو پاکستان ویلي چې له اسلامي امارت سره هېڅ ډول خبرو ته چمتوالی نهلري.
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نښتو د پنجشنبې له شپې زور اخیستی او لاهم دوام لري چې ورسره هممهاله، اسلامي امارت ویلي، د امنیتي اقداماتو او دفاعي تدابیرو ترڅنګ، فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه تعقیبوي.