Asset 1SWN

سلام وطندار

حمدالله فطرت: د پاکستان تازه بریدونو کې ۴ ملکیان شهیدان شوي

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالل فطرت وايي چې پر پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان د تېرې جمعې شپې او ورځې بریدونو کې ۴ ملکیان شهیدان شوي او ۳ ټپيان دي.

هغه نن شنبه د حوت ۱۶ / مارچ ۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتيا په څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو کې د پاکستان له لوري د عامو خلکو کورونه او د دواړو ولسواليو بازارونه هدف ګرځیدلي چې خلکو ته په‌کې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي.

هغه وویل، دغه دغو بریدونو کې د چمن په نوم یو کس شهید او یو بل ټپي شوی.

همدارنګه ۱۰ کورونه، ۱۴ دوکانونه، ۲ مارکيټونه او يو جومات هم تخريب شوي دي.

د هغه په وینا، د پکتيکا په برمل او شکين ولسواليو کې هم د دښمن له لوري کلي او بازارونه هدف ګرځول شوي چې په شکين بازار کې ۲ ملکي هيوادوال په شهادت رسيدلي او دواړو ولسواليو کې ۶ کورونه او څو دوکانونه تخريب شوي.

همداراز د خوست عليشيرو او تريزيو ولسواليو کې د پاکستاني رژيم په بمباريو کې يو کليوال شهيد او دوه ملکي ځوانان ټپيان شوي.

دغو بریدونو کې ۱۰ کورونه زيانمن شوي، یو جومات شهيد کړی شوی او تر ۱۰۰ زياتې کورنۍ بيځايه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړه چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې هم پر عامو خلکو ۶۰ ثقيله مرمۍ وار شوي چې ځاني تلفات نه‌لري، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام