د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، د هېواد پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې تردامهاله ۱۱۰ ملکیان شهیدان شوي چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي.
هغه وویل، دغو بریدونو کې تر ۱۲۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.
دا داسې مهال دی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم نن یوه اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
یوناما نن سهشنبه د حوت ۱۲ / مارچ درېیمه یوه اعلامیه ویلي، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې تر دامهاله یې ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي چې ۴۲ کسان پهکې وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پایته رسولو غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو او بشري اغېزو د زیاتوالي خبرداری یې ورکړی.
یوناما د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د فرضي کرښتې په دواړو خواوو کې د نښتو د بندولو غوښتنه بیا تکرار کړې ده.