Asset 1SWN

سلام وطندار

حماس: ټرمپ او منځګړو ډاډ راکړی چې جګړه پای ته رسېدلې

حماس ډله

د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوشمېر منځګړو هېوادونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د غزې جګړه پای ته رسېدلې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د ټولو بندیانو د جسدونو د بېرته سپارلو جدي اراده لري، خو د ده په وینا، د جګړې له امله دا چاره له ستونزو سره مخ ده.

خلیل الحیه زیاته کړه چې حماس هیله لري د بشري مرستو اندازه لوړه شي، څو د غزې د کلابندې شوې سیمې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ټینګار وکړ چې د جګړې د ختمېدو له اعلان وروسته، د مرستو دوام او د بې‌ځایه شویو کسانو وضعیت باید د نړیوالو سازمانونو د پام وړ وګرځي.

د غزې اوسنی وضعیت تر ډېره ترینګلی، د جګړې له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي، برښنا او پاکې اوبه کمې دي او د روغتیايي خدماتو رسونه له ستونزو سره مخ ده.

د ملګروملتونو او نورو بشري سازمانونو راپورونه وايي، د خلکو اړتیاوې ډېرې بېړنۍ دي او ژر تر ژره بشري مرستو ته اړتیا لري

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام