د حماس یو لوړپوړی چارواکی وايي چې له دوی سره برمته امریکايي-اسراییلی سرتېری «اېډن الکساندر» به ډېر ژر خوشې کړي.
د حماس یاد لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته دا نهدي ویلي چې دغه اسراییلی سرتېری به څنګه او کله خوشې شي؟
د اېډن الکساندر خوشې کول چې باور کېږي، له حماس سره وروستی نیول شوی امریکايي وګړی دی، د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیا رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د الکساندر د خوشې کولو لپاره هڅې د قطر، مصر او ترکیې له لوري په ګډه مخته وړل کېږي.
نوموړي وویل: «تحریک خپل چمتووالی تاییدوي چې سمدلاسه خبرې پیل کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي هڅې وکړي او په موافقه شوي ډول بندیان تبادله کړي.»
د خبرو په اړه یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې د امریکا، قطر، مصر او حماس د چارواکو ترمنځ په مستقیمه توګه د یاد امریکايي د خوشې کولو لپاره څلور اړخیزې خبرې شوې دي.