Asset 1SWN

سلام وطندار

حماس غزه کې د اوربند لپاره خبرو ته چمتوالی ښوولی

حماس ډله

په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییل بریدونه دوام لري، حماس د اوربند په اړه د خبرو لپاره چمتوالی ښوولی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن (شنبه، سرطان ۱۴) د حماس په خبره لیکلي چې: «د خبرو نوي پړاو پیلولو لپاره چمتو یو.»

د راپورونو پر اساس، حماس ویلي چې له منځګړو سره یې خپل ځواب شریک کړی او چمتو دی ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې د اوربند لپاره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه وړاندې کړه او له اسراییل او حماس دواړو لورو یې وغوښتل چې هغه ومني.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییل د لومړي وزیر دفتر دغې وړاندیز شوې طرحې سره چې په موقت ډول د نښتو پایته رسول او د یرغمل شویو تبادله په کې شاملیږي، هوکړه کړې ده.

دې سره، حماس بیا یوازې د خبرو لپاره چمتوالی ښوولی دی او تراوسه یې د دغې طرحې منلو یا ردولو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

دا داسې مهال دی چې د جمعې شپې راهیسې ۱۸ فلسطینیان د اسراییل بریدونو کې وژل شوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، شاوخوا ۵۷ زره او ۲۶۸ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۳۵ زره او ۶۲۵ ډېر ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام