د حماس یوه چارواکي پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه ستایلي او ویلي یې دي چې د اسراییلو دفاعي سېسټم د یادو توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلی دی.
د حماس لوړپوړي چارواکي عزت الرشیق په یوه بیان کې زیاته کړې چې د اسراییلو دفاعي سېسټم او اوسپنیز ګنبد چې ډېر پرمختللی بلل کېده، د ایران د توغندیو شنډولو کې ناکام شوی دی.
الرشیق ویلي: «د ایران پرمختللي دفاعي سېسټم ماته خوړلې او اسراییلو چې کوم اور له اوږدې مودې راهیسې د سیمې خلکو لپاره بل کړی، اوس به خپله ترې رنځېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همداراز زیاته کړې: «د ایران قوي ځواب دا ثابتوي چې هېڅ غرور، له ځواب او هېڅ یرغل له سزا ورکولو پرته نهوي.»
ایران بېګاه ناوخته پر اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې پر اسراییلو سلګونه توغندي وېشتلي چې ترې د مهاله یوازې د دوو کسانو د وژنې او شاوخوا ۴۰ نورو د ټپيکېدو پخلی شوی دی.