حماس ویلي، د فلسطین هېواد تر جوړېدو پورې د وسلو اېښودو ته چمتوالی نهلري.
حماس غزه کې د اوربند خبرو لپاره د اسراییل د یوې مهمې غوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا ټینګار کړی، تر هغې چې یو خپلواکه فلسطیني هېواد نه وي جوړ شوی، بېوسلې کېدو سره به هوکړه ونهکړي.
د راپورونو پر اساس، د حماس دغه څرګندونو وروسته له هغې دي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي وو، حماس د وسلو اېښودو لپاره لېوالتیا ښوولې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې اسراییل غزه کې د نښتو پایته رسولو لپاره د حماس بېوسلې کول د هر ډول هوکړې له مهمو شرطونو څخه بولي.
د اوربند ټینګښت او د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم خبرې تېره اونۍ وځنډول شوې.