Asset 1SWN

سلام وطندار

د حماس مشر: چمتو یو چې خپلې وسلې ذخیره کړو

images (1)

د حماس جګ‌پوړی چارواکی باسم نعیم وايي چې د فلسطینیانو د ځان ساتنې لپاره چمتو دي چې د داسې طرحو په اړه بحث وکړي چې له مخې یې خپلې وسلې «ذخیره» کړي.

نعیم وویل چې حماس دغه دریځ د یوه اوږدمهاله اوربند یا هغه سیاسي بهیر په چوکاټ کې ارزوي چې موخه یې د خپلواک فلسطیني دولت جوړول دي.

هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یوو چې د وسلو د ساتلو او د کارولو د ځنډېدنې هره طرحه د داسې امنیتي تضمینونو پربنسټ وڅېړو چې د برید په صورت کې د فلسطینیانو د دفاع توان خوندي کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حماس د وسلو موضوع هغه وخت لامهمه شوه چې د دې ډلې یو بل مشر خلیل الحیه اعلان وکړ، حماس به په هغه صورت کې خپلې وسلې د «خپلواک فلسطیني دولت» لاس ته وسپاري چې اشغال پای ته ورسېږي او دغه حکومت غزه اداره کړي.

په ورته مهال، راپورونه ښيي چې د امریکا هڅې «د سولې شورا» د اعلان په برخه کې زیاتې شوي، داسې شورا چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې غزه اداره کړي.

بل‌خوا د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې هېواد به یې ډېر ژر د اوربند د هوکړې دویم پړاو ته ننوځي، خو دا چاره یې د حماس د واکمنۍ د پای ته رسېدو او د دې ډلې د خلع سلاح کېدو سره وتړله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام