Asset 1SWN

د حماس مشر: هوکړې ته اماده یوو

حماس

د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه وايي چې دوی د شرم‌الشیخ مذاکراتو ته د جګړې د بندولو لپاره راغلي دي. الحیه ټینګار وکړ هدف يې د خلکو پر ضد تاوتریخوالی ختمول او د فلسطین لپاره د ثبات او د خپل برخلیک د ټاکلو تضمینونه ترلاسه کول دي.

له دې وړاندې د حماس یوه بل سیاسي مشر فوزي برهوم ویلي، دوی داسې تړون غواړي چې اوربند او د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل تضمین کړي.

 برهوم دا څرګندونې د مذاکراتو د پیل په تړاو وکړې چې د اکتوبر اوومې د پېښې د دویمې کلیزې په شاوخوا کې پیل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حماس اسراییل د ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړی او د امریکا له طرحې یې مننه کړې ده. اسراییل له حماس غواړي بې‌وسلې شي؛ خو حماس وايي، تر هغو به دا ونه‌مني چې اسراییلي ځواکونه له غزې وتلي نه‌وي.

پلاوي په مصر کې هڅې کوي، څو ټول هغه خنډونه لرې کړي چې د یوې عملي موافقې مخه نیسي. د دوی په وینا، هوکړه باید د بندیانو د خوشې‌کېدو او فوري بشري مرستو تضمین هم وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام