Asset 1SWN

حماس: د اسراییلو برید د امریکايي برمته شوي ساتونکو سره اړیکه پرې کړې

AP25091546512004-e1743635889569

د حماس ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو وروستي برید د اسراییل-امریکايي د برمته شوي کس له ساتونکې ډلې سره د دوی اړیکه پرې کړې ده.

د حماس ډلې پوځي برخې ویاند ابوعبیده په یوه بیان کې ویلي: «زموږ د سرتېرو پر ځای مستقیم برید شوی او موږ هڅه کوو چې له دوی سره اړیکه ټینګه کړو.»

دغه څرګندونې د حماس ډلې د هغو سرتېرو په تړاو ویل شوي چې غزه کې یې، د ۲۱کلن اسراییلي- امریکايي سرتېري اډن الکساندر د ساتنې مسوولیت یې درلود.

حماس څو ورځې وړاندې د یاد سرتیري یوه ویډیو هم خپره کړې وه. ویل کېږي چې ادن الکساندر وروستی امریکايي وګړی دی چې غزه کې بندي دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حماس تراوسه په غزه کې هغه ځای نه‌دی په ډاګه کړی چې یاد اسراییل-امریکايي سرتېری په‌کې ساتل کېده او د اسراییلو له لوري پرې برید شوی.

اسراییلو تراوسه د حماس ډلې د یادو څرګندونو په تړاو څه نه‌دی ویلي.

د حماس له دې څرګندونو سره هم‌مهاله د اسراییلو مشران په کور دننه تر سخت فشار لاندې  دي، څو جګړه ودروي او د برمته شویو د ازادېدو لپاره له یادې ډلې سره اوربند ته غاړه کېږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام