Asset 1SWN

سلام وطندار

حماس: اسراییل د رفح‌ښار تونلونو کې کلابندو کسانو ته د وتلو اجازه نه ورکوي

https___archive-images.prod.global.a201836.reutersmedia.net_2010_08_17_2010-08-17T163018Z_01_GM1E51M1P2B01_RTRRPP_0_PALESTINIANS-ISRAEL-TUNNELS

حماس اعلان کړی چې اسراییل لاهم هغو کسانو ته د وتلو اجازه نه‌ورکوي چې د رفح ښار په تونلونو کې کلابند دي.

یادې ډلې په ډاګه کړي چې له مصر سره د غزې تړانګې د اداره کولو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر سر هوکړه شوې وه، خو اسرائیل د یادې کمېټې د جوړېدو مخه نیولې ده.

د حماس په وینا، دا کمېټه به له اتو غړیو جوړه وي چې یوه ښځه هم په‌کې شامله وه او مشري به یې امجد الشوا، د فلسطین د غیردولتي بنسټونو د شبکې مشر، پر غاړه لرله.

حماس منځګړو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې اسراییل دې د غزې د هوکړې د دویم پړاو د عملي کولو لپاره تر فشار لاندې راولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حماس یوه مشر، اسماعیل رضوان وايي، دوی منځګړو ته خبر ورکړی چې چمتو دي خپل ځواکونه له هغو سیمو وباسي چې د اسراییل پوځ په‌کې ځای پر ځای دی.بل لور ته، د ترکیې یوه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې پر شپه ویلي چې انقره هڅه کوي د هغو ۲۰۰ ملکیانو لپاره خوندي لاره برابره کړي چې د غزې تونلونو کې بند پاتې دي.

دا هڅه وروسته له هغه کېږي چې ترکیې د یوه اسرایيلي سرتېري د جسد په ستنېدو کې مرسته وکړه؛ نوموړی څه د پاسه لس کاله مخکې په همدې سیمه کې وژل شوی و.

حماس مخکې ټینګار کړی و چې د رفح په سیمه کې د دوی کسان چې اوس د اسراییلي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، نه تسلیمېږي او د منځګړو څخه یې غوښتي چې د روان بحران لپاره حل پیدا کړي، هغه بحران چې د یوې میاشتې اوربند پر دوام سیوری اچوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام