د حماس ډلې غزې ته د لېږدېدونکو بشري مرستو د غلا او لوټلو په تور څلور کسان اعدام کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه کسان په هغه پېښه کې ښکېل وو چې د اسراییلو له لوري شپږ امنیتي چارواکي پهکې وژل شوي وو.
دغه شپږ امنیتي چارواکو هڅه کوله چې له مرستو بار لارۍ له غلو وژغوري. یاد کسان د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي وو.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي: «څلور مجرمین چې اعدام شوي، د لوټمارۍ او د هغو کسانو په وژنه کې یې، لاس درلود چې له مرستو بار لاریو امنیت یې، پر غاړه درلود.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فلسطین مقاومت ډلې په یوه بیان کې همداراز ویلي چې اووه نور کسان تر څار لاندې دي.
د نړیوال لوږې د یوې څارونکې ډلې په وینا، د بشري مرستو د لېږد لړۍ تېره اوونۍ غزې ته وروسته له هغه پیل شوه چې پر اسراییلو نړیوال فشارونه زیات شول.
مرستندویه ډلو ویلي چې د لوټمارۍ له امله د مرستو رسولو چارې ټکنۍ شوي، خو دوی اسراییل ملامت کړی چې داسې وضعیت رامنځته کوي چې سلګونه زره خلک د بندیز له امله ناهیلۍ ته اړ شوي دي.