الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې غزه کې د حماس ډلې نن «پنجشنبه، زمري دویمه» د اوربند په تړاو خپل دریځ او ځواب وړاندې کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې اسراییلي چارواکي د حماس د یاد دریځ د ارزونې په حال دي.
د راپورونو له مخې، د حماس له لوري په وړاندیز شوي ځواب کې غزې ته ته د مرستو لېږد شرایطو اصلاح، له هغو سیمو د اسراییلو شاتګ چې اوس پکې مېشت دي او د تل لپاره د جګړې پای ته رسولو تضمین شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې سره هممهاله اسراییلو د نن ورځې له پیل سره هم غزه کې خپلو بریدونو او عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې تېره ورځ په غزه کې د اسراییلو لهخوا شاوخوا ۷۷ کسان وژل شوي چې ۲۵ یې، مرسته ترلاسه کوونکي وو.
د فلسطین روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۵۹زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۴۳زره نور ټپیان دي.