Asset 1SWN

سلام وطندار

حماس: د اوربند خبرې د دوحې له برید وروسته ځنډېدلي

حماس

د فلسطین اسلامي غورځنګ «حماس» اعلان کړی چې د غزې په تړاو د اوربند خبرې د سپتمبر په لومړیو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغه غورځنګ د مرکچي پلاوي پر وړاندې د اسراییلو د برید له امله ځنډېدلې دي.

د حماس په وینا، له یادې پېښې وروسته د منځګړیتوب کوونکو هېوادونو له‌خوا تراوسه هېڅ نوې طرحه یا وړاندیز نه‌دی شوی.

په خبرپاڼه کې چې نن (یکشنبه، سپټمبر ۲۸مه) خپره شوې، حماس ویلي، د منځګړو هېوادونو هر ډول نوې وړاندیزونه به په مثبت ډول تر غور لاندې ونیول شي او د فلسطین د ولس د غوښتنو پربنسټ به پرېکړه وکړي.

یادې ډلې ټینګار کړی چې د جګړې روان وضعیت د ملکي وګړو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او د بشري ناورین د ژورتیا سبب شوی دی.

حماس پر نړیوالو او سیمه‌ییزو منځګړو غږ کړی چې د اسراییلو پر وړاندې خپل فشارونه زیات کړي، څو د اوربند لپاره عملي ګامونه پورته شي. دغه ډلې زیاته کړې چې د غزې خلک له سختو انساني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د مرستو د عاجل لېږد اړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د مصر، قطر او د ملګرو ملتونو استازو څو ځلې هڅه کړې چې د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند خبرې بېرته پیل شي، خو د دواړو لورو تر منځ د اختلافونو او د جګړې د پراخېدو له امله دغه هڅې پایلې ته نه دي رسېدلي.

حماس ویلي چې د فلسطین د ولس د حقونو، آزادۍ او عدالت لپاره به له خپلو دریځونو شاته نه شي ولاړ، خو په ورته وخت کې یې څرګنده کړې چې د منځګړو د هر ډول هڅو د ارزونې لپاره پرانیستې دروازې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام