Asset 1SWN

حماس غزه کې د اسراییلو پر پوځي مرکز برید کړی

Israeli Merkava tanks roll near the border between Israel and the Gaza Strip as they return from the Hamas-controlled Palestinian coastal enclave on August 5, 2014, after Israel announced that all of its troops had withdrawn from Gaza. Israel completed the withdrawal of all troops from Gaza as a 72-hour humanitarian truce went into effect following intense global pressure to end the bloody conflict. AFP PHOTO / THOMAS COEX

غزه کې د حماس ډله وايي چې د یاد ښار په سوېل کې یې، د اسراییلو پر پوځي مرکز برید کړی دی.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې حماس بېګاه شپه د غزې سوېل د «موراګ دهلیز» په نوم د اسراییلو د قومندانې او کنټرول مرکز باندې راکېټي بریدونه کړي دي.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ ویلي چې له سوېل خان‌یونس ښار څخه توغول شوی توغندی، په رفح ښار کې د بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته په ۲۵۰ مټرۍ کې لګېدلی دی.

د اسراییلو پوځ زیاته کړې چې له برید سره سره، د مرستو وېش دغه مرکز د نن ورځې لپاره هم پرانېستی چې اوونۍ کې لسګونه  زره کسانو ته مرستې ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلو له دې وړاندې ادعا کړې چې غزه کې فلسطینۍ ډلې د مرستو وېش بهیر ټکنی کوي، خو حماس په ګډون ټولو ډلو دغه ادعاوې رد کړي دي.

غزه کې د اسراییلو او امریکا له لوري د بشردوستانه مرستو وېش مرکز او څـانګونو کې د مرستو وېش بهیر له نیوکولو سره مخ دی او ملګروملتونو هغه د «مرګ لومه» بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام