د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند ټینګښت په موخه له شوې هوکړې هرکلی کړی.
ګوترش پر ایکسپاڼه د دې هوکړې ترلاسه کولو لپاره د امریکا، قطر، مصر او ترکیې له منځګړیتوب مننه کړې.
هغه غزې ته په بیړني ډول او له خنډ پرته د بشردوستانه مرستو او سوداګریزو توکو پر لېږد ټینګار کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې له دې فرصت څخه د فلسطین خاورې د اشغال پایته رسولو برخه کې ګټه واخلي.
د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل او حماس غزه کې د اوربند طرحې پر لومړۍ پړاو هوکړه کړې.
حماس غورځنګ هم یوه بیانیه کې ویلي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو، د اسراییلي ځواکونو وتلو، د مرستو رسولو او د زندانیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلي دي.