Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترېش امریکا او اسراییلو ته: د جګړې د پای وخت دی

ګوترېش

د ملګروملتونو سرمنشي، د انتونیو ګوترېش له متحده ایالات او اسراییل وغوښتل چې له ایران سره روان کړکېچ ته د پراخېدو مخکې د پای ټکی کېږدي، او خبرداری یې ورکړ چې دا جګړه کېدای شي «له کنټروله ووځي» او جدي ناوریني پایلې ولري.

ګوټرېش دغه څرګندونې د اروپایي اتحادیه په غونډه کې چې د بروکسل په ښار کې جوړه شوې وه، له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې.

هغه وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې دې جګړې ته چې ښايي په بشپړه توګه له کنټروله ووځي، د پای ټکی کېښودل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، نوموړي د جګړې د احتمالي پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا وضعیت کولای شي د ملکي وګړو پر ژوند او د نړیوال اقتصاد پر ثبات «فاجعه‌بارې پایلې» ولري.

ګوټرېش همداراز ایران ته په خپل پیغام کې وویل چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې دې هر ډول بریدونه ودروي او ټینګار یې وکړ چې دغه هېوادونه د شخړې اړخ نه‌دي.

نوموړي د تاوتریخوالي د کمېدو، خبرو اترو ته د ستنېدو او د نړیوال ثبات د خوندي کولو غوښتنه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام