Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترش له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي

ګوترش انتونیو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.

ګوترېش یوه اعلامیه کې له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې دواړه لوري باید خپلو نړیوالو ژمنو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

انتونیو ګوترېش د قطر، ترکیې او سعودي عربستان منځګړیتوب ته په اشارې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د هر ډول اختلافاتو د حل لپاره د هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام