د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلهوالو د برید پرمهال پنځه پولیس له ځان سره تښتولي او د بندیانو خوشېکولو ترڅنګ یې، ګڼې دولتي ودانۍ هم سوځولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې وسلهوالو پنځه پولیس له ځان سره بیولي او لس بندیان یې هم ازاد کړي دي.
پېښه د بلوچستان د کلات ولسوالي په منګوچر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو دې سیمه کې پر یوه زندان برید وکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې شاوخوا ۱۲ وسلهوالو د کوټې-کراچي لاره هم تړل وه. له دې وړاندې دغلته وسلهوالو د نشنل بانک، نادرا دفتر او نورو ودانیو ته هم اور اچولی دی.
د یاد برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی. یادې ډلې له برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د تښتول شویو پولیسو انځورونه خپاره کړي او د پاکستان پوځ ته یې، د درنې مرګژوبلې د اړولې ادعا هم کړې.
د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.