Asset 1SWN

پاکستان کې وسله‌وال برید؛ دوه سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي

pakistan-army-1

د پاکستان د خېبرپښتونخوا په ډېره‌اسماعیل خان کې پر امنیتي پوستې د وسلوالو برید کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه ایالت کې د پوځ پر ضد د وسله‌والو بریدونو زور اخیستی او دې وروستیو کې د پام وړ پراخ شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم په ډېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پاکستان د ځانګړو ځواکونو یو افسر وژل شوی و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خېبرښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو دوه‌نیمو میاشتو کې پر پولیسو ۶۸ بریدونه شوي چې په‌کې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په وار وار ویلي چې ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په وینا یې، دغه هېواد کې وسله‌والې ډلې به پرې نه‌ږدي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

د پاکستان خېبرپښتونخوا او بلوچستان دوه هغه ایالتونه دي چې وسله‌وال په‌کې تر ډېره د پوځ او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام