Asset 1SWN

سلام وطندار

گل‌حسن حسن د ترکیې سفیر سره د اړیکو په پراختیا خبرې کړي

HBBNG6VbsAQiBUp

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل‌حسن حسن د ترکیې سفیر تنجو بیلگیچ سره تعارفي ناسته کړې.

روسیې کې د افغانستان سفارت نن جمعه دلوې ۲۴ / فبروري ۱۳ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې لیدنه کې د ترکیې او افغانستان د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې.

ګل‌حسن حسن د اسلامي امارت په وړاندې د ترکیې له متوازن او پر متقابل درناوي ولاړ سیاست څخه ستاینه کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز دواړو سفیرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې افغان سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو د رامنځته کولو موضوع هم څېړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو همکاریو پر لاپیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په پای کې د دواړو سفارتونو ترمنځ پر دوامدارو اړیکو پاللو، همغږۍ او ورته ناستو ټینگار وشو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام