د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال دغه ولاین د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس فضلالله دیوبند وايي چې روان کال ۱۷۰۷ مټریک ټُنه انګور راټول شوي چې تېرکال یاده موده کې ۱۱۱۲ مټریک ټُنه انګور راټول شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دیوبند په وینا، دامهال پنجشېر کې ۸۵ هکټاره ځمکه باندې د انګورو تانکونه کرل شوي چې سږکال یې، حاصلات د پام وړ دي.
هغه زیاته کړه چې مناسب اقلیم، د افتونو او طبیعي ناروغیو کنټرول او له باغلرونکو ملاتړ ترڅنګ، د کیمیاوې سرې او نورو درملو وېش لامل شوی چې سږکال د انګورو حاصلات لوړ شي.